پاکستانيان د افغانستان د کورنیو چاروپه باب دخبروحق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101772-پاکستانيان_د_افغانستان_د_کورنیو_چاروپه_باب_دخبروحق_نه_لري
 د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي   امریکا ته د افغانستان د ولسمشر د کیدونکي سفر په باب وئیلي دي، که  واشنګټن ته د سفر موخه  دافغانستان  د درستو مشکلاتو  او د سولې په بهیر کې  د نه پرمختګ لپاره  دپاکستان د مسئول بللو او دنوو تورونو لګولو  پیلیدا وي ،نو دغه  سفر به هیڅ مرسته ونه کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2021 00:37 Asia/Kabul
  • پاکستانيان د افغانستان د کورنیو چاروپه باب دخبروحق نه لري

 د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي   امریکا ته د افغانستان د ولسمشر د کیدونکي سفر په باب وئیلي دي، که  واشنګټن ته د سفر موخه  دافغانستان  د درستو مشکلاتو  او د سولې په بهیر کې  د نه پرمختګ لپاره  دپاکستان د مسئول بللو او دنوو تورونو لګولو  پیلیدا وي ،نو دغه  سفر به هیڅ مرسته ونه کړي .

تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی ، د  افغانستان ولسمشر  دپاکستان د خارجه وزیر  د روستیو څرګندونو په غبرګون کې ټينګار کړی ،  پاکستاني چارواکي  د بین الافغاني داخلی مسئلو په باب د څرګندونو حق نه لري .

د افغانستان د ولسمشر  مرستیال ویندوي محمد امیري په دې باب د پاکستان دخارجه وزیر  دڅرګندونو په غبرګون کې چې  افغانان باید په داسې رهبرۍ پسې شي ، څو  سوله تامین کړائ شي ،وئیلي دي ، داسې ډير شواهد شته چې  اسلام اباد  د افغانستان د حکومت د وسلوالو مخالفانو ملاتړ کوي.

  امیري  امریکا  ته د افغانستان د ولسمشر کیدونکي سفر ته په اشارې سره  زیاته کړې ده ،  دغه سفر د کابل واشنګټن ترمینځ  دډيپلوماټيکو اړیکو او ګډو ګټو په اساس کیږي .

 د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي   امریکا ته د افغانستان د ولسمشر د کیدونکي سفر په باب وئیلي دي، که  واشنګټن ته د سفر موخه  دافغانستان  د درستو مشکلاتو  او د سولې په بهیر کې  د نه پرمختګ لپاره  دپاکستان د مسئول بللو او دنوو تورونو لګولو  پیلیدا وي ،نو دغه  سفر به هیڅ مرسته ونه کړي . قریشي له دې مخکې  همداراز  د افغانستان په حکومت کې د رهبرۍ اولارښونې د څرنګوالي باندې په نیوکو سره  وئيلي ،  افغانستان  داسې رهبرۍ ته اړتیا لري چې   دیوه بریالۍ نتیجې  لپاره خبرې اترې وکړي  او په دغه هیواد کې سوله تامین کړي .