په کونړکې د پاکستانيانو پشمولیو شمیر طالبان ونیول شول
د کونړ والي له خلکو وغوښتل چې دلته د ښه امنیت راوستلو او دخلکو د سراو مال خوندي ساتلو په موخه له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې ددوې ارامه ژوند نا کراره کړي .
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، دافغانستان دکونړ والي محمد اقبال سعیدنن په یوې خبري ناستې کې وویل ددې ولایت دملي امنیت ادارې کارکوونکو په تېرې یوې اونۍ کې د کونړ ولایت په بېلابېلو سیموکې د ځانګړو عملیاتونو په پایله کې د یوشمیر پاکستانيانوپشمول لس طالبان نیولي او همدارنګه یې د خلکو او نقلیه وسایطو ضد څلویښت کړۍ ماینونه هم کشف او تر لاسه کړي دي .
د کونړ والي وویل نیول شوي کسانو چې په خپلو کړنو یې اعتراف کړی ،د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه تر پوښتنو ګرویګنو او توقیف لاندې دي .محمد اقبال سعید په دې خبرې ناسته کې د کونړ له خلکو وغوښتل چې دلته د ښه امنیت راوستلو او دخلکو د سراو مال خوندي ساتلو په موخه له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې ددوې ارامه ژوند نا کراره کړي . وسله والو طالبانو دخبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.