د خبرو له لارې د افغانستنان د ستونزې پر حل باور لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101930-د_خبرو_له_لارې_د_افغانستنان_د_ستونزې_پر_حل_باور_لرو
عبدالغني برادر په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی،البته له  نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دي،اجازت دې ورکړي،چې افغانان د خپل‌مینځيو خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2021 09:26 Asia/Kabul
  • د خبرو له لارې د افغانستنان د ستونزې پر حل باور لرو

عبدالغني برادر په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی،البته له  نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دي،اجازت دې ورکړي،چې افغانان د خپل‌مینځيو خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

د طالبانو ډلې یوه ویندوي قاری یوسف احمدي نن مونږ ته دیوې اعلامیې په رالیږلو سره وئيلي دي ،ددغې ډلې د دویمې درجې مشرملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د طالبانو دریځ اعلان کړی او وئیلي ئې دي ،په افغانستان کې دجنګ جګړو دوام نه غواړو او د قطر د موافقې په اساس باید  سوله پر مخ ولاړه شي .

په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،ملا برادر وئيلي دي،د خبرو له لارې د ستونزې په حل باور لري،او د سولې خبرو بریا،د دوحې د هوکړې دعملي کېد ترڅنګ د خپلو پاتې بندیانو د خوشي کیدا او دملګرو ملتو او نړیوالې ټولنې له تورو نوم‌لړونو د خپلو مشرانو د نومونو په ایستلو پورې تړلې ده  .

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په لیکنې کې د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ټولو افغانانو ګډون، برابرۍ او انډول ته هم اشاره شوې او لیکل شوي ددي ،دوی د اسلام دین او د افغاني ټولنې د عنعناتو په رڼا کې د نارینه‌ او ښځینه وګړو ټولو حقونو لکه د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او نورو شرعي چارو ته ژمن دي."

عبدالغني برادر په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی،البته له  نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دي،اجازت دې ورکړي،چې افغانان د خپل‌مینځيو خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ملا اخوند بردار دا ډاډورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي او نه به هم د افغانستان په چارو کې چا ته د لاس‌وهنې حق ورکړل شي.