په افغانستان کې د ائیتلافي حکومت د جوړولولپاره دعمران خان وړاندیز
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102088-په_افغانستان_کې_د_ائیتلافي_حکومت_د_جوړولولپاره_دعمران_خان_وړاندیز
 هماغه ډول چې په افغانستان کې  دیوه ائیتلافی حکومت د جوړیدا لپاره ددغه شان وړاندیز مطرح کیدا څخه  اخستون کیږي ، دا دی چې  د سولې د احتمالي موافقې په چوکاټ کې ،په دغه هیواد کې د سیاسی او اجرائي قدرت یوه برخه طالابنو ته ورکړل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2021 10:50 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ائیتلافي حکومت د جوړولولپاره دعمران خان وړاندیز

 هماغه ډول چې په افغانستان کې  دیوه ائیتلافی حکومت د جوړیدا لپاره ددغه شان وړاندیز مطرح کیدا څخه  اخستون کیږي ، دا دی چې  د سولې د احتمالي موافقې په چوکاټ کې ،په دغه هیواد کې د سیاسی او اجرائي قدرت یوه برخه طالابنو ته ورکړل شي .

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د جنګ د ختمیدا لپاره په دغه هیواد کې د یوه ائيتلافي حکومت جوړیدا وړاندیز کړی دی . عمران خان په همدا  وروستیو کې وئيلي دي ،باید په افغانستان کې یو سیاسی تفاهم رامینځةشي او دلازیاتې وینې له بهیدا د مخنیوي په خاطر دې یو داسې ائيتلافي حکومت جوړ شي ،چې طالبان پکې ونډه ولري .

د پاکستان لومړي وزیر او تحریک انصاف واکمن ګوندمشر  وئيلي دي ،په افغانستان کې د یوه ائيتلافي حکومت په جوړیدا سره دا هیله  درلودلی شو چې  په دغه هیواد کې به تاؤتریخوالی او وژلې پاي ته ورسیږي . عمران خان  په افغانستان کې د د اخلی جنګ د  راپورته کیدا دخطرې په باب په اندیښنې ښودلو سره وئيلي دي ، که طالبان ، د دغه هیواد په بشپړ نیونې پسې وي ، نو ډيره زیاته وینه به وبهیږي .

د پاکستان د لومړي وزیر  له خوا په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لپاره په دغه هیواد کې د یوه ائیتلافي حکومت دجوړیدا وړاندیز، کوم نوی پلان نه دی او په تیر وخت کې هم ددغه هیواد او دځینو نورو هیوادونو د چارواکو له خوا دغه وړاندیز مطرح شوی ؤ ،چې د افغانستان د حکومت له هرکلي سره مخامخ نه شو .

 هماغه ډول چې په افغانستان کې  دیوه ائیتلافی حکومت د جوړیدا لپاره ددغه شان وړاندیز مطرح کیدا څخه  اخستون کیږي ، دا دی چې  د سولې د احتمالي موافقې په چوکاټ کې ،په دغه هیواد کې د سیاسی او اجرائي قدرت یوه برخه طالابنو ته ورکړل شي .

دیوه ائيتلافي حکومت د جوړیدا پلان  په داسې حال کې بیا د سولې په خبرواترو کې له بندون او دجنګ جګړو او د وینې بهیدا څخه د  افغانستان د ویستلو لپاره  مطرح شوی دی،چې ددغه هیواد حکومت د ثبات د ټینګیدا لپاره  له دغه شان رَوئې سره  مخالف دی او دا د جمهوریت د خوندي ساتنې او د ډیموکراسۍ د ټينګیدا لپاره د تلیرو دوو لسیزو دهلوځلو په اپوټه ګڼي .

 د افغانستان حکومت په کرتو وئیلي دي، د قدرت په ډګر کې دطالبانو مشارکت یوازې ،د انتخاباتو  دترسره کیدا او د رایو د صندقونو ته دمراجعه کولو  له لارې تیریږي .

 په دغه چوکاټ کې په پیل کې  باید طالبان ،  د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې په لاسلیک کولو سره  دایمي اور بند ومني  اووروسته ددې لپاره چې دحکومت په ډګر کې فعالیتونه وکړائ شي ، باید ځان ددغه هیواد ودلس د رایو په وسیله دغه ځاي ته ورسوي .

 دافغانستان دحکومت له نظره که ټاکل شوي وي،طالبان په انتخاباتو کې د ولس د رایو له جلبولو پرته قدرت ته وارد شي،نو دا موضوع د اساسی قانون او په دغه هیواد کې د جمهوریت دساتنې لپاره  دخلکو دغوښتنې په خلاف ده .   

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کرتو وئیلي دي ،تیار دی  دانتخاباتو د ترسره کیدا په قانوني بهیر کې په دغه هیواد کې د دایمي سولې له ټینګیدا سره  دمرستې په موخې سره له قدرته څنګةشي  او د ولس د رایو په اساس ، قدرت  په انتخاباتو کې دبریالي کس لاسونو ته وسپاري .

داګمان هم شته،د طالبانوپه نسبت د افغانستان د خلکو ډير منفي نظر ته په پام سره که ټاکل شوي وي دغه ډله ددغه هیواد د ولس د رایو په اساس قدرت ته ورسیږي،نو دا تقریبا ناممکنه بریښي .

په همدې اساس ده چې طالبانو تل د ا نتخاباتو له اصل  او په افغانستان کې عمومي رایو ته له مراجعه کونې سره مخالفت کړی اوپه مقابل کې په دغه هیواد کې د دوي په اند داسلامی امارت دجوړیدا ډنډوره وهي څو  له دې لارې د قدرت درست اورګانونه  پخپل اختیار کې واخلي .

په افغانستان کې پخپل خیال د اسلامی امارت د رامینځةکیدا لپاره  د طالبانو د خوښې وړ ماډل کې ولس،په حکومت کې او د برخلیک د ټاکنې دحق په اعمالولو کې د هیڅ رول نه لري  او همدا موضوع ،د اسلامی  امارت د نظام د پلی کیدا په بڼه کې دغه  هیواد ته د استبدادي حکومت د احتمالي ستنیدا په باب د اندیښنو دزیاتیدا لامل شوې ده. داسې بریښي په قدرت کې د انتخاباتو په بهیر کې د طالبانو هرډول شتون ته د افغانستان  د خلکو   احتمالی منفي ځواب ته په پام سره  ددغې ډلې ټينګاربه ،یوازې  په دغه هیواد کې د اسلامی امارات  د نظام ټينګیدا وي .