په افغانستان کې نور 235 وسلوال طالبان وژل شوي دي
که امنیتی ځواک د طالبانو دحملو په وړانډې مقاومت ونه کړي ،نو ډير زر به د غزني ښار هم سقوط وکړي ،ځکه دوي دغه ښار ته ډير نزدې شوي دي . همدااوس ددغه ولایت له اتلو ولسوالیو یوازې په درو ولسوالیو باندې مسلط دي او ممکنه ده طالبان پر دغو ولسوالیو هم بریدونه وکړي .
زمونږ خبریال له صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،بیګا په ننګرهار ،لغمان ،نورستان ،کنړ ،غزني ، کندهار ،زابل ،بلخ ،فاریاب ،هلمند ، هلمند، بغلان ،بدخشتان ،کندوز او کاپیسا ولایتونو کې د افغان ملی اردو په پاکونکو عملیاتو کې کابو دوه سوه پنځه دیرش وسلوال طالبان وژل شوي او نور یوسل یو شپیته ټپیان او یو شمیر نور نیول شوي هم دي .
دغه راز په دغو عملیاتو کې همداراز د طالبانو زیات شمیر وسلې او مهمات هم تباه شوي د ي له دې سره په یووخت راپورونه ښئ چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ نښټې هماغه راز اوج ته رسیدلي او وئيل کیږي ، په تیر شواروز کې په غزني ولایت کې درې نوره ولسوالۍ هم د حکومتي ځواکونو له کنټروله وتلي دي . د غزني ولایتي شورا یوې مسئولېمیرمن فاطمه رحیمي وئيلی دي بیګا د دغه ولایت مقر ، خواجه عمري او واغظ ولسوالۍ د طالبانو په حملو کې نسکورې شوي او په لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي او همداراز یو شمیر نور هم له هغو ځایونو په تښتې کې بریالي شوي او دا هم وئۍل کیږي ،چې په لسګنو عسکر طالبانو نیولي هم دي . هغې خبرداری ورکړی ، که امنیتی ځواک د طالبانو دحملو په وړانډې مقاومت ونه کړي ،نو ډير زر به د غزني ښار هم سقوط وکړي ،ځکه دوي دغه ښار ته ډير نزدې شوي دي . همدااوس ددغه ولایت له اتلو ولسوالیو یوازې په درو ولسوالیو باندې مسلط دي او ممکنه ده طالبان پر دغو ولسوالیو هم بریدونه وکړي .