افغانستان مسائیل د قومونو په اجماع سره هواریږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102566-افغانستان_مسائیل_د_قومونو_په_اجماع_سره_هواریږي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون نائب رئیس ابراهیم عزیزي ټینګار وکړ د افغانستان مسائیل د ټولو قومونو په اجماع او یوشان نظر سره حل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2021 10:54 Asia/Kabul
  •  افغانستان مسائیل د قومونو په اجماع سره هواریږي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون نائب رئیس ابراهیم عزیزي ټینګار وکړ د افغانستان مسائیل د ټولو قومونو په اجماع او یوشان نظر سره حل کیږي .

هغه نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د افغانستان د مسائیلو حل د هیواد د ټولو قومیتونو او د ډلو په اجماع کښې وباله او ویې ویل نورو هیوادونو په افغانستان کښې د امریکا له تجربې درس اخیستی دی او هغو باید په دغه هیواد کښې لاسوهنه ونکړي او د افغانستان بدلونونه په خپله افغانانو ته وسپاري .

ابراهیم عزیزي وویل لویدیځه اسیا د امریکا د شتون لپاره نه ده او د امریکا پوځیان چې د سیمې په هر هیواد کښې اډه لري او پوځي فعالیتونه کوي باید له سیمې ووځي .

عزیزي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل د واشنګټن د ماتي خوړلو نښه ده وویل  امریکا په لویدیځه اسیا کښې په خپلو هدفونو او سټراټيژیو کښې ناکامه ده او هغه څه چې نن یې وینو له سیمې په بې شرمې سره د امریکا وتل دي .

د ایران د  پارلمان د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون نائب رئیس ابراهیم عزیزي وویل په افغانستان کښې بیلابیلې ډلې کولی شي په زغم ښودلو سره د داخلي امنیت سټراټیژۍ تعقیب کړي .

هغه د افغانستان په وروستیو مسائیلو  کښې د طالبانو د کړچار په هکله  هم وویل د افغانستان د مسائیلو د حل لپاره باید ډله ییز کړچار په نظر کښې ولرو او دا خبره چې یوه (۱) ډله په افغانستان مسلطه شي او بله ډله یا قومیتونه حذف کړي یواړخیزه کتنه ده او د افغانستان د مسائیلو له حل سره هیڅ مرسته نه کوي .