طالبان د حکومت کولو جوګه نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102568-طالبان_د_حکومت_کولو_جوګه_نه_دي
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح وویل طالبان به هیڅکله په افغانستان باندې د کنټرول او د حکومت کولو جوګه نه وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2021 11:01 Asia/Kabul
  • طالبان د حکومت کولو جوګه نه دي

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح وویل طالبان به هیڅکله په افغانستان باندې د کنټرول او د حکومت کولو جوګه نه وي .

هغه نن وویل همدا اوس د افغانستان د بیلابیلو قومونو ترمینځ د وحدت د بڼه د خپلیدا لپاره تاریخي فرصت رامینځته شوی دی .

امرالله صالح وویل د امنیتي ځواکونو په تیره بیا د کومانډوګانو د استولو لپاره د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خلکو غوښتنه د افغانستان د قانوني ادارو د توانمنیو او د قانون د واکمنۍ ښودنه کوي .

دا په داسې حال کښې دي چې له تیرو څو میاشتو راهسې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو  باندې حملې زیاتې کړي دي تر دې چې تراوسه یې  څلویښت(۴۰) ولسوالیانې نیولي هم  دي .

د طالبانو د حملو له زیاتیدا سره په یووخت په ټول افغانستان  کښې ولسي بسیج ځواکونه هم جوړ شوي دي .