په بګرام اډې باندې د طالبانو برید په شا تمبول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102584-په_بګرام_اډې_باندې_د_طالبانو_برید_په_شا_تمبول_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو د بګرام له هوايي اډې د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته تیره شپه په دغه اډې برید وکړ خو د خلکو او د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته شاتګ ته مجبوره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2021 00:35 Asia/Kabul
  • په بګرام اډې باندې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو د بګرام له هوايي اډې د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته تیره شپه په دغه اډې برید وکړ خو د خلکو او د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته شاتګ ته مجبوره شول .

د بګرام ولسوالۍ د پولیسو قومندان« شایق سنجني» وویل طالبانو تیره شپه له کاپیسا ولایت په بګرام ولسوالۍ حمله وکړه .

هغه وویل په دغه نښته کښې یو (۱)طالب وژل شوی او یو(۱) بل ژوبل شوی خو حکومتي عسکرو ته هیڅ تاوان او مرګ ژوبله نه ده اوښتي .

د امریکا عسکر له شلو (۲۰) کلونو وروسته  په تیرې جمعې ورځ د بګرام له هوايي اډې ووتل او دغه اډه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وروسپارله .

دا د امریکا د  پوځیانو له وتلو وروسته په بګرام اډې د طالبانو لومړۍ حمله ده .