افغان او تاجک ولسمشرانو دافغان جنګ په اړه خبرې وکړې
ارګ وايي چې ولسمشر غني د افغانانو پر وړاندې د تاجکستان د ښه نیت قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغان دولت د خپلو هیوادوالو پر وړاندې مسؤل دی او ژر به دوی ته د رسیدنې په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د هغو افغانانو په هکله چې تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ظلم او تاوتریخوالي له امله دغه هیواد ته ورغلي، خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پر رامنځته شوي وضعیت اندېښنه وښوده.
ارګ وايي چې ولسمشر غني د افغانانو پر وړاندې د تاجکستان د ښه نیت قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغان دولت د خپلو هیوادوالو پر وړاندې مسؤل دی او ژر به دوی ته د رسیدنې په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تاجک چارواکو ویلي، د افغانستان له بدخشان ولایته له درې سوه زیات افغان عسکر پر پوله اوښتي او د دې هېواد خاورې ته ننوتي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د معلوماتو له مخې تاجک چاروکو د بشر پالنې اصولو او ښه ګاونډیتوب ته په پام دغو عسکرو ته اجازه ورکړه چې د تاجیکستان خاورې ته داخل شي.
د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو بدخشان د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې یې ډېرې ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي دي.