طالبانو سره د یوناما د مشري خبري اترې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102658-طالبانو_سره_د_یوناما_د_مشري_خبري_اترې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما خبر ورکوي چې د دې ادارې مشرې په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي او د افغان سولې په تړاو ورسره ږغېدلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2021 08:55 Asia/Kabul
  • طالبانو سره د یوناما د مشري خبري اترې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما خبر ورکوي چې د دې ادارې مشرې په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي او د افغان سولې په تړاو ورسره ږغېدلې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې  د دوشنبې په ورځ  دبورا لاینز د افغان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ په تړاو د طالبانو له مرکچي پلاوي سره خبرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې جګړه باید ودرول شي او  د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.

 نوموړې ویلي د جګړې درېدل افغانان د سولې هیلې ته رسولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او هره ورځ د ښکېلو لور ترڅنګ په کښې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د سولې بین الافغاني خبرې په تېره سېپټمبر میاشت کې په دوحه کې پيل شوي، خو له څو ځل مخامخ کتو او اجنډا جوړېدو پرته په کې بل کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.