د افغانستان عسکرو شل طالبان وژلي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان حکومت وايي په هلمند کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون یې شل(۲۰) کسان وژل شوي او طالبان وایي چې په یاد ولایت کې یې دافغان دولت یوه لویه قراګاه نیولې
دافغانستان ملي دفاع وازرت رسنیوته په رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت لښکرګاه ښارپه (۶۰۱) لویې لارې ، مارجې او ناوې ولسوالیو کې پرطالبانو بریدونه وکړل چې په پایله د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون (۲۰) تنه ووژل شول او (۲۱) تنه نور ټپیان شول.
خبرپاڼه لیکي د طالبانو (۴) موټرسایکلونه، ۱ هاوان، ۱ دهشکه، يوه اندازه وسلې، مهمات هم له منځه وړل شوي.
بلخوا بیا د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته په رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې تیره شپه د هلمند ولایت د (مارجې) ولسوالۍ مرکز اړوند د (کیمپ) په سیمه کې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه د طالبانو لاس ته لویدلې چې په وینا یې افغان ځواکونه د چورلکو په مټ یاد مرکز پریښی او تللي چې لسګونه نقلیه وسیلې او یو شمیر شمېر مهمات او تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي .
افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي .
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم افغان دولت ویلي وو چې په تېرو (۲۴) ساعتونو کې (۲۴۴) تنه طالبان وژل شوي او طالبانو بیا ویلي وو چې په هلمند او کندهار کې یې نورې ولسوالۍ نیولي.