افغان حکومت:
له اتياو زياتو ولسواليو کنټرول مو له لاسه ورکړے دے
د افغانستان خارجه وزير اعتراف وکړ،طالبانو له اتياو د زياتو ولسواليو کنټرول ترلاسه کړے دے.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې حنيف اتمر په کابل کښې د سيمې د هېوادونو له سفيرانو سره په کتنه کښې وويل: له اتياو زياتې ولسوالۍ مو له لاسه ورکړې دي چې له هغو څخه ځينې طالب ډلې قبضه کړې او له ځينو هم حکومتي ځواکونه د عامه خلقو د سر ساتنې په وجه په شاتګ کړے دے.
هغه د دې په بيانولو سره چې طالب ډله د قطر په موافقه ليک پابنده نه ده د سيمې او نړۍ له هېوادونو يې وغوښتل چې په طالب ډلې باندې په دباو راوړلو سره دې دغه ډله د صلحې خبرو اترو ته مجبوره کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دې ته په اشارې سره چې طالبانو له ترهه ګرو ډلو سره خپل تعلقات لا نه دي پرې کړي دا چاره د سيمې د ثبات لپاره يو بالقوه ګواښ وبلۀ.
دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې ادعا کړې ده چې په دې وروستيو هفتو کښې يې له يونيم سلو زياتې ولسوالۍ نيولې دي.