په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۳۹ طالبان وژل شوي
Jul 07, 2021 11:42 Asia/Kabul
د افغانستان دفاع وزارت د هوایي او ځمکنیو بریدونو په مهال طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي، په همدې موده کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۲۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵۷ ژوبل او دوه تنه له وسلو سره نیول شوي دي.
همدارنګه د طالبانو له لوري ۱۸ خښ شوي ماینونه او په ډېره اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لغمان، لوګر، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، هلمند، نیمروز، بدخشان، کندز او کابل ولایتونو کې اوښتې ده. تېره ورځ هم د ګنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
طالبانو که څه هم په دې اړه غبرګون نه دے ښودلی، خو په ځینو ولسوالیو کې یې بیا د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
ټیګونه