طالبانو د بادغیس ولایت مرکز نیولی دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان چارواکي وایي بادغیس ولایت کې د یوشمېر لوړ پوړې امنیتي چارواکو په ګډون (۲۰۰) افغان خواکونه طالبانو ته تسلیم شوي او طالبان ددې ولایت مرکز ته طالبان شوي
په تازه ګۍ سره دباد غیس ولایت مرکز (قلعه نو) ته دطالبانو د ننوتلو راپورونه ورکړل شول.
وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلي چې تیره شپه دبادغیس ولایت دمرکز (قلعه نو) دامنیت آمر (خواجه مراد) او د آبکمري ولسوال (خدایداد طیب) د یوشمېر نورو لوړ پوړو قومندانان په ګډون (۲۰۰) تنه افغان ځواکونه چې په کې اردو، پولیس، او پاڅونوال ګډون درلود له وسلو او یو شمېر وسائطو سره مرکز قلعه نو یې پریښی او طالبانو ته تسلیم شول .
په دې اړه د یاد ولایت سیمه ایزو چارواکو نظر رانه کړ او له خبرو کولو څخه ډډه وکړه . خو دیاد ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ تهران راډیو ته د امنیت دآمر ، دحوزې دآمراو د امنتیي قرارګاه قومندان تسلیمدل طالبانو ته مني او وایي چې دوی تیره شپه تسلیم شوي خووایي چې یوازې امنیه قومندان په ښار کې شتون لري او مرستندویه ځواکونه اړتیا ده که مرستندویه ځواکونه را ونه رسیږي نو شونې ده چې بادغیس سقوط وکړي.
باید وویل شي چې د بادغیس والي حسام الدین شمس هم رسنیوته ویلي ، طالبان د دې ولایت مرکز قلعه نو ښار ته ننوتي دي.
ښاغلي شمس ویلي ، د بادغیس ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي.نوموړی وایي تېرو دوه ورځو کې طالبانو ابکمري، مقر او قادس ولسوالیانې نیولي دي.