افغان عسکر له تاجېکستانه خپل هېواد ته ستانۀ شول
Jul 08, 2021 01:38 Asia/Kabul
۲۳۰۰ افغان عسکر چې د جنګ د سختۍ له کبله يې تاجېکستان ته پناه وړې وه افغانستان ته ستانه کړې شول.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا صلاحکار حمدا... محب وائي دغه ۲۳۰۰ افغان عسکر چې په بدخشان کښې له طالب ځواکونو سره د جنګ د سختېدو له کبله تاجېکستان ته پناه وړې وه بيا له افغان ځواکونو سره يوځاے شول.
د افغانستان په ولسي جرګه کښې د بدخشان ولايت استازيو هم وويل چې د بدخشان له ۲۷ ولسواليو څخه يوازې کران او منجان ولسوالي د حکومت په لاسو کښې ده باقي ۲۶ ولسوالۍ د طالب ډلې په قبضه کښې دي.
ټیګونه