د افغانستان حکومت له سره صلیب مرسته وغوښتله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102744-د_افغانستان_حکومت_له_سره_صلیب_مرسته_وغوښتله
اریانا نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت په بادغیس ولایت کښې خپلو کورنیو ته د طالبانو د غړیو د مړیو د ورسپارلو لپاره له سره صلیب څخه مرسته وغوښتله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 06:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت له سره صلیب مرسته وغوښتله

اریانا نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت په بادغیس ولایت کښې خپلو کورنیو ته د طالبانو د غړیو د مړیو د ورسپارلو لپاره له سره صلیب څخه مرسته وغوښتله .

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال  امر الله صالح د بادغیس ولایت په مرکز« قلعه نو» ښار باندې د طالبانو حملې او د امنیتي ځواکونو د برید په شا تمبولو ته په اشارې سره له سره صلیبه وغوښتل چې د کویټه له شورا سره په غږملتیا کولو سره د طالبانو لسګونو مړي چې په دغه جنګ کښې وژل شوي دي د هغوې کورنیو ته وروسپاري .

د بادغیس ولایت په مرکز  قلعه نو باندې د طالبانو د چهارشنبې ورځې له حملې او د څو حکومتي مرکزونو له نیول کیدا او د دغه ولایت د زندان د بندیانو له خوشي کیدا وروسته د افغانستان دفاع وزارت په دغه ښار کښې له طالبانو د حکومتي مرکزونو د پاکولو خبر ورکړ .

د افغانستان دفاع وزارت وویل په دغو عملیاتو کښې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي .

طالبانو پرون سهار له څو سیمو د بادغیس ولایت  په  مرکز بریدونه وکړل او حتی بریالي شول د دغه ولایت له زندان څخه بندیان خوشي کړي .

د افغانستان حکومت تل وايي چې د طالبانو مشران او قومندان په پاکستان کښې وسیږي .