لغمان کښې د طالبانو مهم مشران وژل شوي
زمونږ خبریال وايي په لغمان ولایت کې د هوایي بریدونوپه پایله کې د طالبانو د مهم مشرانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی
د افغانستان په ختیزو ولایتونوکې د دوه سوه یو(201) سیلاب قول اردو ویاند مقصود اغا وایي په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د زمکنیو او هوایي بریدونوپه پایله کې شپاړلس(16) وسله وال طالبان وژل شوي او اتلس (18) نور ژوبل شویدي . مقصود اغا وویل په وژل شویو کې د طالبانو له لورې د افغانستان په کچه دموسسات لپاره نومول شوی مسول مولوي عز ت الله د لغمان لپاره د طالبانو ګومارل شوی نظامی مسول حاجي عبدالواحد او دری (3) سیمه ییز قوماندانان مولوي بغلاني ، قهار او خیبر شامل دي .
هغه د ملکي وګړو او امنیتی ځواکونو دمرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل طالبانوهم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي تیره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د کړسو خوړ په سیمه کې پر یوې(۱) امنیتي پوسته ډله ییز برید کړی چې د نوموړي پر وینا د امنیتي ځواکونو له لورې له ماتې سره مخ شو او په ځوابي برید کې شپږ (6)طالبان وژل شوي او پنځه (5) نور ژوبل شویدي .
د والي ویاند وویل په دې نښتو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکول شوی.