طالبانو په بادغیس بیا برید پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102762-طالبانو_په_بادغیس_بیا_برید_پیل_کړی
زمونږ خبریال وايي طالبانو یوځل بیا د افغانستان د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار باندې بیا حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • طالبانو په بادغیس بیا برید پیل کړی

زمونږ خبریال وايي طالبانو یوځل بیا د افغانستان د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار باندې بیا حمله وکړه .

امنیتي سرچینو وویل طالبانو نن دوهمه (۲) ورځ کیږي چې د افغانستان د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار یې برید کړی دی او همدا اوس د دغه ولایت د ملي امنیت د ادارې د ودانۍ ، د پولیسو د مرکز او د ولسوالۍ د ودانۍ په خوا وشا کښې جنګونه روان دي .

پرون هم طالبانو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار باندې برید سره د ښار ځینې برخې ونیولې او له زندان څخه یې بندیان خوشي کړل .

د افغانستان دفاع وزارت وویل قلعه نو ښار ته د کومانډو ځواکونو په استول کیدا سره له طالبانو د ښار د پاکولو عملیات روان دي .

د افغانستان په پارلمان کښې د بادغیس استاي ضیاالدین اکازي وویل طالبانو د قلعه نو ښار ډیرې سیمې نیولي دي .