افغانستان له پاکستان څخه مرسته وغوښتله
زمونږ خبریال وايي افغانستان وویل چې پاکستان د طالبانو پرضد مرسته وکړي .
د افغانستان د خارجه چارو وزیر حنیف اتمر وویل پاکستان د طالبانو پرضد له کابل سره مرسته وکړي او ټول ټروریسټان یوشان دي او په هغوې کوم ښه او بد نشته .
حنیف اتمر وویل طالبان د دوکې په ورکولو سره غلطۍ کوي او زیاته یې پاکستان باید طالبان د خبرو میز ته کینوي .
خو پاکستان وايي چې د افغانستان حالات زمونږ په کنټرول کښې نه دي او د کورني جنګ زیات تاوان به پاکستان ته ورسیږي .
طالبانو ویلي دي چې د افغانستان د هوايي ځواک اوه (۷) پایلوټان یې وژلي دي او زیاته کړي یې ده چې دوې به د داعش ډلې پرضد ټول اقدامات وکړي اومونږ د افغانستان ځمکه د نورو هیوادونو پرضد د نه کارول کیدا تضمین ورکوو .
خو د افغانستان حکومت ویلي دي چې د طالبانو ټولې ادعاګانې دروغ دي .
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف هم وویل چې د افغانستان حکومت باید له پاکستان سره اړیکې ښې کړي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په افغانستان کښې زمونږ کومه خوښه ډله نشته .
دغه راز امریکا وویل چې په افغانستان کښې زمونږ هدف پوره شوی او چیلنج له چین سره د سټراتيژیکې مقابلې کول دي .
دغه راز د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر له جیونیوز ټیلي ويژن سره په ځانګړي مرکې کښې له پاکستان څخه هیله کړي ده چې اسلام اباد د طالبانو د کمپاین او ملاتړ په ختمولو کښې مرسته وکړي .
هغه وویل القاعده ، د پاکستان تحریک طالبان ډله او نورې ډلې یوځای د افغانستان د حکومت پرضد جنګیږي .
حنیف اتمر وویل مونږ خارجي جنګیالي په دریو (۳) ډلو ویشلي دي یوه(۱) ډله نړیواله اجنډا لري لکه القاعده او داعش او زیاته یې کړه القاعده او داعش ډله په افغانستان او پاکستان کښې شته .
د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر وویل له القاعده او داعش ډلو وروسته په سیمه ییز رول کښې تحریک طالبان پاکستان ، لشکر طیبه ، جیش محمد ، ازبکستان اسلامي تحریک ، ايي ټي ايي ایم ،انصار الله او جندالله ډلې هم شاملې دي .
اتمر وویل له دغو ډلو څخه نه یوازې پاکستان او افغانستان ته بلکې هندوستان ، چین ، روسیې او ټول مینځني ختیځ ته خطر شته .
د افغانستان خارجه وزیر وویل ځکه خو مونږ د سیمه ییزې ملګرتیا خبره کوو او په ترهګرو کښې ښه او بد نشته ټول یوشان دي