د زور پر وړاندې د افغانانو ځواب څرګند دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102910-د_زور_پر_وړاندې_د_افغانانو_ځواب_څرګند_دی
په افغانستان کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر طالبانو ته خبرداری ورکړی چي د زور له لاري خپلي غوښتنې په افغانانو نه شي منلای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2021 03:05 Asia/Kabul
  • د زور پر وړاندې د افغانانو ځواب څرګند دی

په افغانستان کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر طالبانو ته خبرداری ورکړی چي د زور له لاري خپلي غوښتنې په افغانانو نه شي منلای.

د مسیر د راپور سره سم، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ایران ته د افغان حکومت له تللي مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه نظامي حل لار نه لري نو اړینه ده چې ټولې هڅې د سوله ییزو لارو پر موندلو متمرکزې شي.

 نوموړي زیاته کړې، افغان دولت د تلپاتې او عادلانه سولې غوښتونکی دی او له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره یوازینۍ لار مذاکرات بولي.

هغه پر طالبانو ږغ کړی دی چې د وخت ضایع کولو پر ځای دې له سوله ییزو لارو د افغان کشالې پای ته رسېدو ته خپله رښتینې اراده څرګنده کړي.

 عبدالله دغه راز ټینګار کړی دی چې افغانان هیڅکله زور ته نه دي تسلیم شوي او که چېرته څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوي نو له توند غبرګون سره یې مخ کېدلی شي.