طالبان ښځې ځپي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102954-طالبان_ښځې_ځپي
د افغانستان د ولسي جرګې مشر د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کښې د ښځو له ځپل کیدو اندیښنه وښودله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2021 02:44 Asia/Kabul
  • طالبان ښځې ځپي

د افغانستان د ولسي جرګې مشر د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کښې د ښځو له ځپل کیدو اندیښنه وښودله

میر رحمان رحماني وویل: طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کښې د ښځو خلاف غیرانساني او غیراسلامي قوانینو اجرا کړي دي.

هغه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کښې زیاته کړه: تر خپل نیواک لاندې سیمو کښې د طالبانو غیرانساني، غیراسلامي او توکمپال کړچار اندیښمنونکی دی.

هغه د طالبانو له خوا په متروکو باندې د ښځو وهلو ته په اشارې سره له ملګرو ملتو، د بشري حقوقو له ارګانونو، د اروپايي اتحادیې د بشري حقوقو له کمیشن او ملي او نړیوالو مدني ارګانونو وغوښتل چې د ټولنې له دغې کمزورې پرګنې څخه ملاتړ او ساتنه یې وکړي.