د افغانستان – پاکستان تر ټولو مهم کرېډور طالبانو لاس ته ولوېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103012-د_افغانستان_پاکستان_تر_ټولو_مهم_کرېډور_طالبانو_لاس_ته_ولوېده
د پاکستان یو فوځي چارواکی د طالبانو له لوري د افغانستان د جنوبی ولایت قندهار سره د دې هیواد د نړیوالي سرحدی کرېدور د نیول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2021 09:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان – پاکستان تر ټولو مهم کرېډور طالبانو لاس ته ولوېده

د پاکستان یو فوځي چارواکی د طالبانو له لوري د افغانستان د جنوبی ولایت قندهار سره د دې هیواد د نړیوالي سرحدی کرېدور د نیول کېدو خبر ورکړ.

یو پاکستانی فوځي چارواکی رسنیو ته وویل چي د چمن – سپین بولدک سرحدی کرېدور د طالبانو لاس ته ورغلی دی خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د کندهار پر سپین بولدک بندر د طالبانو برید په شا تمبولي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین فرانس پرېس ته ویلي چې وسله والو طالبانو بندر ته نژدې سیمه کې یو څه تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر دې بندر د طالبانو د برید د په شا تمبولو خبره وروسته له هغې کوي چې طالبانو نن سهار وختي ادعا وکړه چې سپین بولدک بندر یې تر کنټرول لاندې راوستی.

د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره یوه د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې د افغان چارواکو په وینا د ورځې په سوداګریزو توکو بار شااوخوا ۹۰۰ لارۍ پرې تیریږي.

په دې وروستیو کې طالبانوپه هرات کې، اسلام کلا او تورغنډي، په کندز کې شېرخان او په فراه کې ابو نصر فراهی بندرونه تر کنټرول لاندې راوستي دي.