ننګرهار کښې د هوائیی بریدونوله امله له سلو ډیر طالبان ووژل شول
دافغانستان دجمهوري ریاست د ویاندوے دفتر صلاحکار نصرت رحیمی په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ننګرهار ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کې د پرله پسې اته هوایي بریدونوپه نتيجه کې ۱۲۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې دنوموړي په وینا ۲۷ تنه یې د ګاونډې هیوا د پاکستان وګړي دي .
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نصرت رحیمی زياته کړه چې په وژل شویو کې چې د ډیرو مړي په میدان کښې پراته دي د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لورې ګومارل شوے فوځي مسول فضل الحق هم شامل دے .خو دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وويل چې تیره شپه طالبانو د پچیر اګام په ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ډله یز بریدونه کړي چې دامنیتي ځواکونو په متقابلو بریدونوکې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې دنوموړي په وینا پنځه یې پاکستاني وګړي دي او جسدونه یې د جګړې په ډګر پاتې دي .
نوموړي امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې ځینو سرچینو ویلي چې دتیرې شپې په برید کې پنځه تنه د ملي اردو سرتیري وژل شوي نهه تنه ژوبل شوي او څو تنه طالبانو له ځان سره بیولي دي او همدارنګه څو فوځي موټرې او وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.