د افغانستان د کړکیچ اصلي وجه امریکا ده
د چین خارجه وزیر امریکا د افغانستان د روان کړکیچ اصلي لامل وبلله
د چین خارجه وزیر امریکا د افغانستان د روان کړکیچ اصلي لامل وبلله
وانګ يي پرون په یوه وینا کښې د افغانستان روانو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: امریکا په دغه هیواد کښې د کړکیچ پیلونکې وه او د افغانستان حکومت او خلکو ته یې ډیرې ستونزې جوړې کړې دي په دې وجه نه شي کولې چې د دغو مشکلاتو پړه د سیمې په هیوادونو ورواچوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان غړي دې اجازه ور نه کړي چې امریکا د کابل د حکومت ستونزې لازیاتې کړي.
په عین حال کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو خارجه وزیرانو د افغانستان له امنیتي بدلونونو د اندیښنې په ښودلو سره، د دغه هیواد د خلکو ارادې ته د احترام په ضرورت ټینګار وکړ.
چین، قزاقستان، قرقیزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان ، هندوستان او پاکستان د شنګهايي د ملګرتیا سازمان اصلي غړي دي او ایران، افغانستان، منګولیا او بلاروس یې څارونکي غړي دي.