غزني ولایت کښې د طالبانو حملې دفع شوې
د افغانستان د ختیځ ولایت غزني په جاغوري او ناور ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونه د افغان پوځیانو او ولس په مقاومت سره په شا وتنبول شوې.
د افغانستان د ختیځ ولایت غزني په جاغوري او ناور ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونه د افغان پوځیانو او ولس په مقاومت سره په شا وتنبول شوې.
د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غزني استازي محمد عارف رحماني وویل چې طالب ډله په جاغوري او ناور ولسوالیو باندې په حمله کښې د مړو په پریښودو سره د سیمې پریښودو ته اړ شوه.
طالبانو د جاغوري او ناور پرته د غزني ولایت نورې ټولې ولسوالۍ نیولې دي.
په عین حال کښې د غزني د والي دفتر وايي چې د ملي اردو سلګونه تنه ځانګړي ځواکونه له طالب وسله والو سره د مقابلې لپاره غزني ښار ته تلي دي.
ویل کیږي چې طالبانو د غزني ښار نیمايي برخه نیولې ده او له افغان ځواکونو سره یې نښته روانه ده.