په افغانستان کښې یو هندي خبریال ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103108-په_افغانستان_کښې_یو_هندي_خبریال_ووژل_شو
دغه هندي خبریال تېرو څو ورځو کښې د کندهار د امنیتي حالت په هکله رپوټونه جوړول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 16, 2021 15:57 Asia/Kabul
  • په  افغانستان کښې یو هندي خبریال ووژل شو

دغه هندي خبریال تېرو څو ورځو کښې د کندهار د امنیتي حالت په هکله رپوټونه جوړول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې قندهار کښې د رویټرز خبریال او عکاس دانش صدیقي له پاکستان سره  په پوله ايزه  سپین بولډک ولسوالۍ کښې د نښتو په مهال وژل شوے دے.

دغه هندي خبریال تېرو څو ورځو کښې د قندهار د امنیتي حالت  په اړه رپوټونه جوړول.

صدیقي داسې مهال په سپین بولډک کښې د نښتو په دوران کښې ووژل شو، چې طالبانو روانه هفته کښې په دغې ولسوالۍ قبضه کړې ده او له بلې خوا افغان فوځي او امنيتي ځواکونو له پاکستان سره د دغه پوله ايزې ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره عمليات شروع کړي دي.