طالبانو د غزني د مالستان ولسوالۍ ودانۍ نړولې ده
د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبانو د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ ودانۍ په بمونو الوزولې ده.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبانو د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ ودانۍ په بمونو الوزولې ده.
د دغه وزارت یوه ویندوی فواد امان بیګا ناوخته پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل، وسله والو طالبانو وروسته له دې چې مالستان ولسوالي ونیوله د هغې ودانۍ یې په بمونو والوزوله.
ښاغلي امان دا هم لیکلي چې دا ودانۍ یو مخ ویجاړه شوې ده.
دا په وروستیو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې طالبان پر یوه هزاره مېشته سیمه له بریده وروسته د هغې سیمې تاسیسات ویجاړوي.
راپورونه وايي چې طالبانو په دې ولسوالي کې د خاتم النبین پوهنتون ودانۍ هم ورانه کړې ده. خو دا راپورونه د خپلواکو سرچینو له لوري تایید یا رد شوي نه دي.
د غزني سیمه ییزو چارواکو هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد د مالستان ولسوالۍ د ودانۍ له ویجاړېدو انکار نه کوي خو وايي، کیدې شي د هغو ماینونو له کبله دا ودانۍ ویجاړه شوې وي چې د ولسوالۍ په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو.
ده نه دي ویلي چې ماینونه چا ایښي و.