افغانستان کښې د کړکیچ اصلي وجه امریکا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103188-افغانستان_کښې_د_کړکیچ_اصلي_وجه_امریکا_ده
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست  د کمیشن غړي وویل چې امریکا په افغانستان کښې د کړکیچ اصلي وجه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2021 23:47 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د کړکیچ اصلي وجه امریکا ده

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست  د کمیشن غړي وویل چې امریکا په افغانستان کښې د کړکیچ اصلي وجه ده.

فدا حسین مالکي پرون د ایران پریس خبریال ته په ځانګړې مرکه کښې وویل: په تیرو دوو لسیزو کښې د امریکې لاسوهنه په افغانستان کښې د کړکیچ د رامینځته کیدو لامل ګرځیدلې ده او امریکا باید نړیوالو ټولنو ته ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان ګاونډي هیوادونو ته، د امریکې د بدماشیو او زیاته غوښتنو په وړاندې غلې نه دي پاتې کیدل پکار.

د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره په دغه هیوادک ښې ناامنۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکې د افغانستان د حکومت ملاتړ ونه کړ او د دغه هیواد خلک یې دغه شان پریښودل.

مالي د افغانستان د کړکیچ په هواري کښې مرستې ته د ایران د اسلامي جمهوریت په چمتووالي باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د افغانستان خلک، حکومت او طالبان باید په مذاکرې او خبرواترو سره د خپل هیواد د برخلیک فیصله وکړي.

هغه له افغانستان سره د ایران په ګډو پولو کښې د امنیت په رامینځته کولو باندې په ټینګار سره وویل: د افغانستان له کړکیچه مودې مخکښې د ایران د پوځ او سپاه ځواکونه په ګډو پولو کښې دیره شوي دي او تراوسه پورې د سرحدونو د امنیت لپاره هیڅ ستونزه نه ده رامینځته شوې.