افغانستان له هندوستانه د مرستې په تکل کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103262-افغانستان_له_هندوستانه_د_مرستې_په_تکل_کښې_دی
د افغانستان حکومت غواړي چې له هندوستان څخه پوځي مرسته ترلاسه کړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 20, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • افغانستان له هندوستانه د مرستې په تکل کښې دی

د افغانستان حکومت غواړي چې له هندوستان څخه پوځي مرسته ترلاسه کړي.

د افغانستان حکومت غواړي چې له هندوستان څخه پوځي مرسته ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د پوځ لوې درستیز جنرال ولي محمد احمدزی په راتلونکو ورځو کښې په نوي ډیلي کښې د هندوستان د پوځ د مشر او د ملي امنیت د صلاحکار په شمول د دغه هیواد له لوړرتبه پوځي او امنیتي چارواکو سره ملاقات او خبرې اترې وکړي.

د هندوستان یو پوځي چارواکي هم ویلي چې له هند څخه د پوځي تجهیزاتو او وسلو تامینول په نزدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د چارواکو په ایجنډا کښې شامل دي.

د دغه رپورټ له مخې افغانستان د خپلو غوښتنو یو لړلیک هندوستان ته سپارلی دی چې جنګي سازوسامان په کښې شامل دی.

په افغانستان کښې وروستۍ نښتې او د طالبانو له خوا د حملو زیاتیدل سبب شوي چې د دغه هیواد حکومت له هندوستانه د پوځي مرستې غوښتنه وکړي.