ازبکستان د افغان کډوالو د منلو لپاره د امریکې غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103346-ازبکستان_د_افغان_کډوالو_د_منلو_لپاره_د_امریکې_غوښتنه_رد_کړه
ازبکستان د افغانستان د کډوالو د لنډمهاله کوربه توب په لړ کښې د امریکې غوښتنه په رسمي توګه رد کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2021 01:28 Asia/Kabul
  • ازبکستان د افغان کډوالو د منلو لپاره د امریکې غوښتنه رد کړه

ازبکستان د افغانستان د کډوالو د لنډمهاله کوربه توب په لړ کښې د امریکې غوښتنه په رسمي توګه رد کړې ده.

ازبکستان د افغانستان د کډوالو د لنډمهاله کوربه توب په لړ کښې د امریکې غوښتنه په رسمي توګه رد کړې ده.

د افغانستان په شمالي سرحدونو کښې د شخړو له زیاتیدو او د هیواد د شمالي ګاونډیانو په لور د افغانستاني پناه غواړو له ورماتیدو وروسته او هم داشان هغو څه باندې ۹ زرو افغانستانیانو ته پناه ورکولو لپاره له ازبکستانه د امریکې له غوښتنې نه پس چې امریکې ته د سفر لپاره د ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، د تاشقند چارواکو د واشنګټن د غوښتنې له منلو ډډه وکړه.

د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي اسماتیلا ارګاشِف په دې هکله وویل: دا موضوع د ازبکستان لپاره ډیره حساسه او جدي ده او مونږ یې په هکله داسې سمدستي فیصله نه شو کولې.

هغه زیاته کړه چې تاشقند د کډوالو د منلو په لړ کښې د ۱۹۵۱ کال کنونشن نه دی لاسلیک کړی او له بلې خوا ازبکستان په خپلو کورنیو قوانینو کښې د کډوالو د ساتلو د طریقې لپاره هیڅ ډول قانون هم نه دی جوړ کړی.

دا په داسې حال کښې دي چې واشنګټن له تاجکستان او قزاقستان څخه هم ورته غوښتنې کړې دي خو دغو دواړو هیوادونه تراوسه هیڅ ډول ځواب نه دی ورکړی او په دې لړ کښې یې له نظر څرګندولو ډډه کړې ده.