طالبان په افغانستان کې د ترکیې شتون دنیواک په معنا ګڼي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103388-طالبان_په_افغانستان_کې_د_ترکیې_شتون_دنیواک_په_معنا_ګڼي
 د طالبانو ډلې دغه مسئول مقام  د داعش ترهه ګرې ډلې ته د طالبانو د نظر په باب هم زیاته کړې ده ، طالبانو  له د اعش ډلې سره دمخامخیدا له وخت راهسې  تر دې دمه ډيرې مرګ ژوبلې درلودلي دي . ددغې ډلې او داعش ترمیڼځ ډیر زیات  فرق دی د داعش  ترهه ګرې ډلې اعتقادات منحرف دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2021 01:11 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې د ترکیې شتون دنیواک په معنا ګڼي  

 د طالبانو ډلې دغه مسئول مقام  د داعش ترهه ګرې ډلې ته د طالبانو د نظر په باب هم زیاته کړې ده ، طالبانو  له د اعش ډلې سره دمخامخیدا له وخت راهسې  تر دې دمه ډيرې مرګ ژوبلې درلودلي دي . ددغې ډلې او داعش ترمیڼځ ډیر زیات  فرق دی د داعش  ترهه ګرې ډلې اعتقادات منحرف دي .

 تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی ، په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام  مولوي خیر ا... خیرخواه وئیلي دي ، ترکیه  یو اسلامی هیواد دی ، خو  په افغانستان کې د دوي شتون  نیواک ګڼي ، مونږ که امریکائي عسکر وي او  که د ناټو دبل کوم غړي هیواد عسکر وي ، چې د کابل له  حکومت سره مرسته کوي ،نیواکګر ئې ګڼو .

 د طالبانو ډلې دغه مسئول مقام  د داعش ترهه ګرې ډلې ته د طالبانو د نظر په باب هم زیاته کړې ده ، طالبانو  له د اعش ډلې سره دمخامخیدا له وخت راهسې  تر دې دمه ډيرې مرګ ژوبلې درلودلي دي . ددغې ډلې او داعش ترمیڼځ ډیر زیات  فرق دی د داعش  ترهه ګرې ډلې اعتقادات منحرف دي .

مولوي خیر خواه په دوام کې  له افغانستانه د امریکائی عسکرو د بشپړ وتلو ضرورت ته په اشارې سره  ټينګار کړی ، دقطر د موافقې په اساس باید  درست بهرني عسکر  له افغانستانه ووځي  او  هر هغه ځواک چې د ناټو په پوښښ کې  افغانستان  ته ورغلی ، ددوي له متحدانو دی او باید له افغانستانه پښې سپکې کړي .

 هغه د افغانستان له ګاونډيو  هیوادونو سره د ارتباط په باب هم ووئیل مونږ غواړو، له ټولو  سره ښې اړیکو ولرو ،  دایران له اسلامی جمهوریت سره  ډير مشترکات لرو ، مونږ باید   خپلې دوه اړخیزې ا ړیکې پياوړي کړو او پرمختګ وکړو  . په  همدې خاطر  ضروري ده چې  پخپلو کې سره ښې اړیکې ولرو څو دخپلو ملتونو خدمت وکړائ شو .  .