طالبانو له چیني چارواکو سره وکتل
د طالب ډلې استازو په بیجنګ کښې له چیني چارواکو سره ملاقات کړی او د افغانستان د حالاتو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د طالب ډلې استازو په بیجنګ کښې له چیني چارواکو سره ملاقات کړی او د افغانستان د حالاتو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د طالبانو ویاند محمد نعیم نن وویل چې د طالب ډلې لیږلي پلاوي په بیجنګ کښې د چین له خارجه وزیر او د دغه وزارت له نورو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
محمد نعیم چې د چین په پلازمینه کښې دی، وویل: د طالبانو نهه کسیز پلاوي په دغه دوه ورځني سفیر کښې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او د هغه له مرستیال او هم داشان یې د افغانستان لپاره د دغه هیواد له ځانګړي استازي سره ملاقاتونه کړي دي.
طالبانو په دې وروستیو ورځو کښې په افغانستان کښې د لازیاتو سیمو د نیولو هلوځلو ته زور ورکړی دی او د دغې ډلې پرمختګ د افغانستان خلک او هم داشان د سیمې هیوادونه په تیره د دغه هیواد ګاونډیان یې اندیښمن کړي دي.