د امریکا د ترهه ګرو پوځیانوزیاته برخه  له افغانستانه وتلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103592-د_امریکا_د_ترهه_ګرو_پوځیانوزیاته_برخه_له_افغانستانه_وتلې_ده
تر دې دمه  له افغانستانه  دتجهیزاتو وړونکي  سی اولس ډوله باری الوتکو  نهه سوه څلور اتیا الوتونه  شوي  او دغه تجهیزات ئې منتقل کړي  او  څه دپاسه  اولس زره  څلور اویا پوځي تجیهزات  به  هم تباه کړائ شي  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2021 01:55 Asia/Kabul
  • د امریکا د ترهه ګرو پوځیانوزیاته برخه  له افغانستانه وتلې ده

تر دې دمه  له افغانستانه  دتجهیزاتو وړونکي  سی اولس ډوله باری الوتکو  نهه سوه څلور اتیا الوتونه  شوي  او دغه تجهیزات ئې منتقل کړي  او  څه دپاسه  اولس زره  څلور اویا پوځي تجیهزات  به  هم تباه کړائ شي  

ایسنا خبری آ ژانس راپور ورکړی ، د امریکا دترهه ګرپوځ سنټکام قوماندانۍ  اطلاعاتی برخې په ټولینزو چینلونو کې له افغانستانه د زیاتره امریکائی عسکرو وتل  تائيد کړي  او لیکلي ئې دي ،  د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن  له خوا له افغانستانه دامریکائي عسکرو  دووتلو له رسمي ا علانه وروسته تر دې دمه ددغه ځواک پنځه نوي فی صدي برخه  وتلې ده .

سنټکام په دغو لیکنو کې ټينګار کړی ،تر دې دمه  له افغانستانه  دتجهیزاتو وړونکي  سی اولس ډوله باری الوتکو  نهه سوه څلور اتیا الوتونه  شوي  او دغه تجهیزات ئې منتقل کړي  او  څه دپاسه  اولس زره  څلور اویا پوځي تجیهزات  به  هم تباه کړائ شي  

داپه داسې حال کې دي چې  د ا مریکائي پوځ دمرکزي ترهه ګرې قوماندې سنټکام قوماندان جنرال  کنټ مک کنزي کابل ته پخپل وروستي سفر کې  له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهاله مرستو  ژمنه کړې وه .