نړیواله ټولنه دې دجنګي جنایتکارو په ضد راپورته شي
حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي دیبر الاینز سره په کتنې کې د روانو بدلونونو ، دسولې دخبرواترو ،پر ښارونو د طالبانو د حملو دسختیدا او طالبانو له خوا دبشري حقوقو دخلاف ورزیو او ددغې ډلې د بشري ضد جنایتونو په باب خبرې اترې وکړې .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر پر نړیوالې ټولنې غږ کړ ی ،څو له نړیوالو میکانزمونو او جوړښتونو څخه په استفاې سره دې د جنګي جنایت کونکو په ضد قانوني لارې چارې وکاروي .
حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي دیبر الاینز سره په کتنې کې د روانو بدلونونو ، دسولې دخبرواترو ،پر ښارونو د طالبانو د حملو دسختیدا او طالبانو له خوا دبشري حقوقو دخلاف ورزیو او ددغې ډلې د بشري ضد جنایتونو په باب خبرې اترې وکړې .
دافغانستان خارجه وزیر په هرات ولایت کې د ملګروملتو ددفتر پر نمایندګۍ د طالبانو حمله په سخته غندلې ده . هغه پر ښارونو او پر ګڼه ګوڼو ځایونو باندې د طالبانو دحملو په زیاتیدا د اندیښنې په ښودلو سره ددغې ډلې بشری ضد جنایتونه ، د افغانستان د حکومت او ولس لپاره د نه زغملو وبلل .
د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو دسر منشي ځانګړي استازي هم د نړیوالو موسیسو او خیریه اورګانونو د کارکونکو بالقوه ګواښ د بشري مرستو او انکشافي پروژو دمخنیوي جدي عوامل بللي او ددغو اقداماتو پر دریدا ئې ټینګار کړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې پر سترو ښارونو دطالبانو دحملو له زیاتیدا سره په یووخت څو ورځې مخکې په هرات کې د ملګروملتو ددفتر پر انګڼ حمله شوې چې یو شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي دي .