په کندز کښې تصفیوي عملیات شروع شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104022-په_کندز_کښې_تصفیوي_عملیات_شروع_شوي_دي
د افغانستان دفاع وزارت له وسله والو طالبانو څخه د دغه ولایت د ځینو سیمو د بیرته نیولو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • په کندز کښې تصفیوي عملیات شروع شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت له وسله والو طالبانو څخه د دغه ولایت د ځینو سیمو د بیرته نیولو خبر ورکوي.

له یاد وزارت څخه  په خپره شوې يوه خبرپاڼه کښې راغلي دي چې افغان کمانډوئي عسکرو له وسله والو طالبانو څخه د کندز ولایت د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل شروع کړي دي.

د خبرپاڼې په وینا، د دغو عملیاتو په مهال تر اوسه د یاد ولایت عبدالرازق څلور لارې او د ملي راډیو ټلویزیون مقر د طالبانو له شتون پاک شوي دي.

سرچینه زیاتوي، عملیات به له طالبانو څخه د یاد ولایت تر بشپړ پاکېدو پورې دوام وکړي.

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې کندز او سرپل ولایتونه یې نیولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ښکېلو لورو تر منځ په نښتو کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او په کندز ښار کې ځینو مارکېټونو اور اخیستی دے.