ډاکټرعبدالله نن دوحې ته ورځي
دا پلاوی داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې په افغانستان کې جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی او هره ورځ دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.
ټاکل شوې ده چې نن ماښام د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدا... عبدا...او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري قطر ته سفر وکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا یو شمېر سرچینې وایي، چې دغه پلاوی به سبا په دوحه کې د یو شمېر هغو هېوادونو استازو سره وګوري چې د افغانستان سولې بهیر کې دخیل دي.
سرچینه وایي، چې دغه پلاوی به د چهارشنبې په ورځ د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو سره هم د افغان سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې امریکا، چین او روسیه د ترویکا اصلي غړي دي او ټاکل شوې په دې غونډه کې د پاکستان او قطر استازي هم ګډون وکړي.
دا پلاوی داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې په افغانستان کې جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی او هره ورځ دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.
طالبان ادعا کوي چې یو شمېر ولایتونه یې نیولي ،خو په ورته وخت کې بیا افغان امنیتي چارواکي وایي، چې د طالبانو پر ضد یې په ګڼو ولایتونونو کې عملیات روان دي او دوی یې په ځینو سیمو کې سخت ځپلې هم دي.