په ارګ کې د ولسي پاڅونونو د پياوړتيا پرېکړه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104036-په_ارګ_کې_د_ولسي_پاڅونونو_د_پياوړتيا_پرېکړه_وشوه
د ارګ د مطبوعاتو دفتر د مالوماتو له مخې ولسمشر غني، په افغانستان کې د جګړو او د ځينو سيمو له سقوط وروسته په پرله پسې توګه له څو ورځو راهیسې له افغان سياستوالو، بانفوذه شخصيتونو او حکومتي چارواکو سره ليده کاته زیات کړي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2021 10:32 Asia/Kabul
  • په ارګ کې د ولسي پاڅونونو د پياوړتيا پرېکړه وشوه

د ارګ د مطبوعاتو دفتر د مالوماتو له مخې ولسمشر غني، په افغانستان کې د جګړو او د ځينو سيمو له سقوط وروسته په پرله پسې توګه له څو ورځو راهیسې له افغان سياستوالو، بانفوذه شخصيتونو او حکومتي چارواکو سره ليده کاته زیات کړي دي

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې د سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډه غونډه جوړه شوه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د سیاسي او جهادي مشرانو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسانو او لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون درلود.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د جمهوریت د بقا او تداوم د ملاتړ ترڅنګ د دښمن د هجوم پر وړاندې د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام، پیاوړتیا او تجهیز پرېکړه وشوه.

د ارګ د مطبوعاتو دفتر د مالوماتو له مخې ولسمشر غني، په افغانستان کې د جګړو او د ځينو سيمو له سقوط وروسته په پرله پسې توګه له څو ورځو راهیسې له افغان سياستوالو، بانفوذه شخصيتونو او حکومتي چارواکو سره ليده کاته زیات کړي دي.

ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې ياده پرېکړه داسې مهال کېږي چې دا مهال د شمالي ولایتونو په ګډون کندهار، هلمند، لغمان او هرات کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.