د امریکا ولسمشر د عسکرو په وتلو پښیمانه نه دی
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په فیصله پښیمانه نه یم .
جوبایډن په خبري کانفرنس کښې د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې د طالبانو د حملو زیاتیدا ته په پام سره به له افغانستانه د پوځیانو د وتلو پروګرام بدل کړي وویل زه به خپل پروګرام بدل نکړم .
د امریکا ولسمشر جوبایډن په دوام کښې وویل مونږ په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې مونږ په افغانستان کښې څه د پاسه یو(۱) ټریلیونه ډالره لګولي دي او د افغانستان څه د پاسه دیرش زره (۳۰۰۰) عسکر مو وروزل او په وسلو مو سمبال کړي .
جو بایډن وویل د افغانستان چارواکي باید سره راټول شي او د ځان او د خپل هیواد لپاره وجنګیږي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه واشنګټن به د افغانستان د هوايي ځواک د فعالولو او د هوايي ملاتړ له لارې د افغانستان په هکله خپلو ژمنو ته پاې بند وي .
له بلې خوا د امریکا خارجه وزارت وویل د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد به په روانه اونۍ کښې د طالبانو له سیاسي چارواکو سره کتنې وکړي چې له هغوې څخه وغواړي پوځي عملیات بند کړي او د سیاسي حل لارې په هکله خبرې وکړي .
امریکا له افغانستانه په وتلو سره د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه څه د پاسه شل (۲۰) ترهګرې ډلې افغانستان ته انتقال کړې او د دغه هیواد د خلکو لپاره یې مبهم او تیاره راتلونکی رامینځته کړی .