طالبان د افغانستان په ولسمشریزي ماڼۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104352-طالبان_د_افغانستان_په_ولسمشریزي_ماڼۍ_کې
الجزیزې ټلوېزیون د هغې غونډې وېډيو په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې د محمد اشرف غني یو ځانګړی ساتونکی طالبانو ته د ارګ د سپارلو په اړه خبرې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2021 07:21 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان په ولسمشریزي ماڼۍ کې

الجزیزې ټلوېزیون د هغې غونډې وېډيو په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې د محمد اشرف غني یو ځانګړی ساتونکی طالبانو ته د ارګ د سپارلو په اړه خبرې کوي.

د افغانستان د ولسمشر دا ساتونکی چې نوم‌یې راپورونو کې جنرال امین یاد شوی وایي چې له ارګه وته، خو د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ترې وغوښتل چې ارګ کې پاته شي.

دې غونډه کې د طالبانو یو چارواکی له خپلو وسله‌والو ساتونکو سره لیدل کېږي چې په ګلخانې ماڼۍ کې د محمد اشرف غني له ساتونکي سره په ګډه خبرې کوي.