د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته د امریکې شرطونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان په نړیوالو توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه لري، باید د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
په داسي حال کې چي په افغانستان کې د روان کړکېچ او د افغانستان د حکومت د ړنګېدو لامل د امریکې دوه ګوني سیاست بلل کیږي انټوني بلینکن په واشنګټن کې له له (اې.بي.سي) نیوز ټلوېزیون سره د مرکې پر مهال ویلي چي که طالبان رښتیا هم منل او نړیوال رسمیت پېژندل غواړي او هیله لري چې ملاتړ یې وشي او بندیزونه ترې لیرې شي باید د خلکو اساسي او بنسټیز حقونه مراعات کړي. که دوی په واک کې وي او دا کار ونهکړي، فکر کوم افغانستان به په یوه منفور هېواد بدل شي.
دا څرګندونې وروسته تر دې کېږي چې په دې وروستیو کې له ځینو ولایتونو د طالبانو د بشري سرغړونو راپورونه خپاره شول، د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم خپل وروستي راپور کې دې سرغړونو ته اشاره کړې وه، خو طالبانو دا راپور په کلکه رد کړ.