روسیه:
د طالبانو د رسميت پېژندلو ته بېړه نه کوو
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازي وویل: مسکو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د رسمیت په پېژندلو کې بيړه نه کوي او صبر کوي تر څو چي د هغوی چلند ووینو.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت جګپوری غړی ضمیر کابلوف د طالبانو د بیانیې په اړه وویل چي دغه ډله د بشپړه واک د تر لاسه کولو په تمه کې دي او د هر ډول موقتي ادارې له جوړېدو سره مخالفت کړي.
دغه روسي ډیپلماټ وویل اوس د طالبانو د دې غوښتنې مسئولیت اشرف غني ته ورګرځي ځکه چي اشرف غني یو کال له خبرو او جوړجاړی سره مخالفت وکړ او اوس یې هر څه له لاسه ورکړه.
هغه هیله وښوده چي د افغانستان له راتلونکي ادارې او مسکو تر مینځ دوستانه اړیکې جوړي شي.
تېره شپه طالبان کابل ته ور ننوتي، اوس مهال په کابل کې کابو ټولي سفارتخانې تخلیه شوي او اکثره هیوادونه خپل سفیران له افغانستان څخه ایستلي دي خو د روسیې ځانګړی استازی وایي چي د دې هیواد سفارت به په کابل کې پاتي شي.