ازبکستان د افغانستان لسګونه الوتکې او چورلکې کوزې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104384-ازبکستان_د_افغانستان_لسګونه_الوتکې_او_چورلکې_کوزې_کړې_دي
ازبکستان وایي د خپل ګاونډي هیواد افغانستان له څلویښتو زیاتې پوځي الوتکې یې په دغه هیواد کښې کښیناستو ته اړکړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2021 01:27 Asia/Kabul
  • ازبکستان د افغانستان لسګونه الوتکې او چورلکې کوزې کړې دي

ازبکستان وایي د خپل ګاونډي هیواد افغانستان له څلویښتو زیاتې پوځي الوتکې یې په دغه هیواد کښې کښیناستو ته اړکړې دي.

ازبکستان وایي د خپل ګاونډي هیواد افغانستان له څلویښتو زیاتې پوځي الوتکې یې په دغه هیواد کښې کښیناستو ته اړکړې دي.

یو شمیر پاکستاني رسنیو د ازبکستان د هوایی ځواک د چارواکو  له قوله خبر ورکړی چې دغو پوځي الوتکو چې دوه ویشت یې جنګي جټ او څلرویشت یې پوځي چورلکې دي، نزدې نهه سوه تنه پوځيان او د الوتکو چلوونکي لیږدول او په ناقانونه توګه دازبکستان هوايي حدودو ته داخلې شوی وې.

ازبک چارواکو د دغو افغان پوځیانو او پوځې چورلکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

له افغانستان نه بهر ته د افغانانو تیښته هغه وخت زیاته شوه چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خپل هیواد په خورا سختو  شیبو او نا ټاکل شوي برخلیک سره پرښود او بهر ته ولاړ .

تیره ورځ د کابل په هوایي ډګر کې هغه درې تنه افغانان د هوایي ډګر نږدې کورونو پر سر راولویدل چې بهر ته د تللو لپاره د یوې امریکايي پوځې الوتکې په ټیرونو پورې نښتې و.