له افغانستانه د هندوستان د ډيپلوماټانو وتل دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104654-له_افغانستانه_د_هندوستان_د_ډيپلوماټانو_وتل_دوام_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د هندوستان حکومت د خپلو مامورانو او ډیپلوماټانو په شمول خپل ټول ښاریز او حتی هغه هندوان او سیکان چې په افغانستان کښې دیره دي د ګروهنې په بڼه کښې خپل هیواد هندوستان ته بیايي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2021 00:32 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د هندوستان د ډيپلوماټانو وتل دوام لري

ایرنا خبري اژانس وايي د هندوستان حکومت د خپلو مامورانو او ډیپلوماټانو په شمول خپل ټول ښاریز او حتی هغه هندوان او سیکان چې په افغانستان کښې دیره دي د ګروهنې په بڼه کښې خپل هیواد هندوستان ته بیايي .

له تیرو اوو (۷) ورځو راهسې د دنیا اکثره هیوادونه له افغانستانه د امریکا د عسکرو له  وتلو او طالبانو ډلې ته د چارو په غیر مستقیم ډول له ورسپارلو او په هیواد کښې د کړکیچ له رامینځته کیدا وروسته سوکه سوکه البته په سمدستي ډول خپل ښاریز له دغه کړکیچ ځپلي هیواده وباسي .

د هندوستان حکومت تراوسه په څو مرحلو کښې او په سوکه سوکه ډول له افغانستانه  خپل ټول ماموران او ډيپلوماټان ایستلي دي او حتی په افغانستان کښې دیره د هندو او د سیک مذهب د پیروانو د ژوند د خرابیدا په احتمال سره ځینې سیکان او  هندوان هم له افغانستانه وباسي .

د هندوستان هوايي ځواک تراوسه د خپل هیواد د سفیر او د نورو ډیپلوماټانو په شمول له افغانستانه کابو یوسل اتیا (۱۸۰) کسان ایستلي دي .

د ویلو ده چې په تیر وخت کښې هم د افغانستان ځینې سینګان او هندوان په کابل کښې د  هندوستان د سفارت په غږملتیا سره له دغه هیواده نوي ډیلي ته تللي وو .