چین په افغانستان کښې د امریکې په سیاستونو نیوکه وکړه
ملګرو ملتو کښې د چین استازي وویل چې په افغانستان کښې د امریکې لاسوهنو د خلکو لپاره سترې غمیزې لرلې دي
ملګرو ملتو کښې د چین استازي وویل چې په افغانستان کښې د امریکې لاسوهنو د خلکو لپاره سترې غمیزې لرلې دي
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې چن شیو پرون په جنیوا کښې د افغانستان د مسئلې په هکله ځانګړې غونډه کښې په نورو هیوادونو کښې د امریکې په شمول د ځینو هیوادونو پوځي مداخلو او له امریکې بیخي د بیلو او متفاوتو حالاتو، کلتوري مخینې او تاریخ په لرونکو هیوادونو باندې د خپل نظام د ماډل تپلو ته په اشارې سره یې وویل: دغو لاسوهنو د خلکو لپاره داسې سترې غمیزې لرلې دي چې باید درس او عبرت ترې واخلو.
هغه ټینګار وکړ چې پیښو یوځل بیا دا ټکی ثابت کړی دی چې په زور او پوځي طریقو سره د مسئلې هوارې ځايي خلکو ته د زیان رسولو او د ثبات له خرابولو پرته بله نتیجه نه لري، د امریکې، انګلستان او آسټریلیا پوځي ځواکونه هم باید د افغانستان د خلکو د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په وجه تر تعقیب لاندې راوستل شي.
د ایران، ویزویلا او کیوبا په شان د یوشمیر نورو هیوادونو استازو هم په دغې غونډې کښې، امریکا په افغانستان کښې د ناکراریو په رامینځته کولو تورنه کړه.