افغانستان کښې د چین سفیر له یو طالب چارواکي سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104756-افغانستان_کښې_د_چین_سفیر_له_یو_طالب_چارواکي_سره_وکتل
د طالبانو یو ویاند وویل چې په کابل کښې د چین سفیر په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال مشر سره وکتل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2021 10:44 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د چین سفیر له یو طالب چارواکي سره وکتل

د طالبانو یو ویاند وویل چې په کابل کښې د چین سفیر په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال مشر سره وکتل

د طالبانو یو ویاند وویل چې په کابل کښې د چین سفیر په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال مشر سره وکتل

محمد نعیم په یو ټویټ کښې ولیکل چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر مرستیال عبدالسلام حنفي پرون په کابل کښې د چین له سفیر وانګ یو سره ملاقات وکړ. هغوي د چین د سفارتخانې او د سفارتکارانو د امنیت، د افغانستان د روانو حالاتو، دوه اړخیزو اړیکو او د چین د انساندوستانه مرستو په هکله خبرې اترې وکړې.

پس له دې ې طالبانو تیره اونۍ ډیر په چټکۍ سره د افغانستان پایتخت کابل ونیوه، هلته موجود بهرني ښاریز او افغان انډیوالان یې له ښاره په تیښته شول خو چین په کابل کښې خپل سفارت لاهم خلاص ساتلی دی.

له چین نه علاوه ایران او پاکستان هم په کابل کښې خپلې سفارتخانې نه دي بندې کړې.