طالبان:
د افغانستان ګاونډیان قدرت ته د طالبانو له رسیدو اندیښنه نه لري
Aug 25, 2021 11:07 Asia/Kabul
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل چې دغه ډله له روسیې، چین او د افغانستان له نورو ګاونډي هیوادونو سره ښې اړیکې لري.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل چې دغه ډله له روسیې، چین او د افغانستان له نورو ګاونډي هیوادونو سره ښې اړیکې لري.
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل: چین د افغانستان لپاره یو ښه ګاونډی دی او مونږ له دغه هیواد سره ښې اړیکې لرو.
هغه هم داشان په دې خبرې سره چې له ایران، پاکستان، چین او ازبکستان سره د طالبانو اړیکې نننۍ نه دي، زیاته کړه: دغه هیوادونه د لویدیځ په اپوټه، قدرت ته د طالبانو له رسیدو اندیښمن نه دي.
ټیګونه