طالبانو د کابل چاودنې وغندلې
د طالبانو ویاند د پلازمینې کابل هوايي ډګر ته څیرمه شوې ترهګرې چاودنې غندلې دي
د طالبانو ویاند د پلازمینې کابل هوايي ډګر ته څیرمه شوې ترهګرې چاودنې غندلې دي
د ایران پریس په لیکنه، ذبیح الله مجاهد د کابل د هوايي ډګر په خوا کښې د تیر مازیګر د ترهګرو چاودنو په غبرګون کښې وویل: طالب ډلې د کابل په هوايي ډګر باندې د داعشي ترهګرو د احتمالي حملو په هکله امریکایانو ته یولړ معلومات او هم داشان خبرداری ورکړی و.
طالب ویاند دې ټکي ته په اشارې سره چې د کابل د هوايي ډګر امنیت د امریکایانو په غاړه و، زیاته کړه: طالبان د افغانستان د خلکو امنیت او ساتنې ته ډیره پاملرنه کوي او د ترهګرو بریدونو د مخنیوي کوشش کوي.
ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه: طالبان د نړیوالې ټولنې په وړاندې ژمن دي او نه پرې ږدي چې ترهګر له افغانستانه د خپلو عملیاتو د اجرا لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.
د ویلو ده چې د کابل د هوايي ډګر په خوا کښې پرون مازیګر په شویو ترهګرو چاودنو کښې د ۱۲ امریکايي پوځیانو په شمول لږترلږه ۶۰ کسان مړه شوي او ۱۴۰ زخمي شوي دي. ۱۵ تنه زخمیان هم د امریکې ترهګر پوځیان دي.
په دغو ترهګرو چاودنو کښې هم داشان یوشمیر ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.