اردغان :ترک چارواکو په کابل کې له طالبانو سره خبرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104818-اردغان_ترک_چارواکو_په_کابل_کې_له_طالبانو_سره_خبرې_کړي
اردوغان وايي طالبانو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه یو لړ وړاندیزونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د هوايي ډګر امنیت ساتي خو تخنیکي چارې دې ترکان پرمخ یوسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2021 10:36 Asia/Kabul
  • اردغان :ترک چارواکو په کابل کې له طالبانو سره خبرې کړي

اردوغان وايي طالبانو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه یو لړ وړاندیزونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د هوايي ډګر امنیت ساتي خو تخنیکي چارې دې ترکان پرمخ یوسي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیې په کابل کې په خپل سفارت کې له طالبانو سره درې ساعته خبرې کړي دي.

اردوغان وايي طالبانو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه یو لړ وړاندیزونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د هوايي ډګر امنیت ساتي خو تخنیکي چارې دې ترکان پرمخ یوسي.

اردوغان وویل چې ترکیې تراوسه پورې د طالبانو د وړاندیزونو په باب پرېکړه نه ده کړې.

خو د ترکیې حریت ورځپاڼې لیکلي چې د دغه هیواد چارواکو د کابل د نړیوال هوايي ډګر د تخنیکي چارو د اداره کولو لپاره ځینې شرطونه ایښي دي.

حریت لیکلي، ترک چارواکي په دې ټینګار کوي چې طالبان په یوازې توګه د کابل د هوايی ډګر امنیت نه شي ساتلی نو یو ځانګړی ځواک دې جوړ شي.

مخکې په پام کې وه چې د ترکیې یو شمېر پوځیان د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شي خو کابل ته د طالبانو له ناببره ننوتو سره د دې ښار وضعیت بدل شو او طالبانو د ترک پوځیانو دشتون له دوام سره مخالفت وکړ.

د ترکیې ولسمشر د کابل د هوايي ډګر پرونۍ حملې وغندلې او ویې ویل له افغانستانه د ترکیې د وسله والو ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري.