ایران پاکستان او افغانستان ته د زیاتې بریښنا صادرولو ته چمتو دی
Aug 28, 2021 06:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د بریښنا ادارې د مدیریت د شرکت عامل مدیر «مصطفی رجبي مشهدي »وویل دغه امکان شته چې څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) میګاواټه بریښنا پاکستان او افغانستان ته ورکړو .
هغه وویل ایران له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو او دغه هیواد ته د زیاتې بریښنا له صادرولو سره دلچسپۍ لري .
رجبي مشهدي وویل د پاکستان د ګوادر بندر د بریښنا د تامینولو لپاره د پاکستان تر سرحد پورې د ایران د بریښنا د انتقالولو مزي غځول شوي خو د پاکستان د بریښنا مزي تراوسه نه دي جوړ شوي .
هغه افغانستان ته د بریښنا د صادرولو په هکله هم وویل مونږ افغانستان ته هم بریښنا صادروو او افغانستان او پاکستان ته د صادراتي بریښنا اندازه له سلو (۱۰۰) میګاواټو کمه ده .
ټیګونه