د کابل هوائي ډګر ترکیې ته نه دی سپارل شوی
د ترکیې حکومت د تیرې جمعې په ورځې په یوې اعلامیې کې وئيلي وو ،انقرې د کابل دهوائي ډګر له مدیریّت او اداره کولو سره اړونده د طالبانو غوښتنه منلې ده .
ایسناخبری اژانس راپور ورکړی ، طالبانو په دې باب راپورونه چې د کابل هوائي ډګر د امنیت تامینیدا ترکیې په غاړه اخستې ، رد کړل .
دطالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن سهار دترکیې په وسیله د کابل هوائي ډګر د امنیت دترلاسه کیدا په باب د راپورونوپه ردولو سره ووئيل ، د بهرنیو عسکرو شتون د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی .
دترکیې حکومت د تیرې جمعې په ورځې په یوې اعلامیې کې وئيلي وو ،انقرې د کابل دهوائي ډګر له مدیریّت او اداره کولو سره اړونده د طالبانو غوښتنه منلې ده .
له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم وئيلي وو ،که دوي ته د کابل دهوائي ډګر امنیت او اداره کول وسپارل شي، نو دوي به ئې په ښه توګه ترسره کړي . خو د افغانستان طالبان وائي له قطر او ترکیې سره ئې په دې اړه هیڅ ډول خبرې نه دي شوي او په دې اړه به ډيره زر فیصله وشي ، البته افغانان نور پخپل هیواد کې د بهرنیو عسکرو منلو ته هیڅکله هم نه تیاریږي.
په یوه بل خبر کې سپوټنیک خبری آژانس وئیلي دي، دطالبانو ویندوي او دفرهنګ او اطلاعاتود وزارت سرپرست ذبیح ا... مجاهد په روئيټرز خبری آژانس کې د داعش ترهه ګرې ډلې په ضددامریکا دحملې دمحکومخیّت په باب له هغه سره اړونده څرګندونې دروغ بللي او وئيلي دي ، روئيټرز پخپلو پیغامونو کې د هغه خبرې تحریف کړي دي ، مونږ له رسندویو او خبریالانو غواړو دې موضوع ته دې پام نه کوي او په عین حال کې کې اصل خبرې خپروي .